د اوونۍ غوره خبرونه

د افغانستان او هند د شاتوت بند د جوړولو تړون لاسليک کړ. د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د دغه بند په جوړېدو څه باندې ۲۳۶ میلیونه ډالره لګښت راځي او چارې به يې په شپږو کلونو کې بشپړې شي. شاتوت بند به ۹۷ متره لوړ وي او د ۱۴۶ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري. د شاتوت للندر بند جوړېدو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې کابل ښار د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او ان د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ښکته تللې.

  • 24 سلواغه 1399